د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، په کندهار ولایت کې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره له کابل نه پلاوی ور رسېدلی دی. د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي او د متشبثینو عالي بورډ په مشرۍ په دغه ولایت کې نن پر لارو له سوداګرو نه د ناقانونه اخاذیو، د میل ۸۷، د سوداګرو د مالیاتو او صادراتو د ستونزو د هواري په هدف غونډه روانه ده. د نوموړي په خبره، پهدغه غونډه کې د زون په کچه سوداګر او صنعت کاران راټول شوي او هیله مند دي چې ستونزو ته به یې رسېدنه وشي. دا پهداسې حال کې ده چې تردې وړاندې د دغه ولایت سوداګرو شکایتونه درلودل چې شته ستونزو یې د کار پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.