د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې له پاکستان افغانستان ته په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ تر درېیو مياشتو ځنډ وروسته بیا پیل شوه. د پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ مشرې مینکدیویلا ویلي، پخپله خوښه د کډوالو د لېږلو لړۍ پيل شوې ده او په دې پړاو کې به سلګونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي. نوموړې ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنري د ۱،۴ میلیونه افغان کډوالو د ستونزو په حل کې مرسته کوي. د معلوماتو له مخې دمګړی ۱،۴ میلیونه راجستر شوي افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي. دوی وخت ناوخت د پاکستان د حکومت له ناسم چلند شکایت کوي.