ژوند داسې یوې مرحلې ته رسېدلی چې د هرڅه زده کول پکې اړین دي، ژوند زده کړه غواړي، له ژونده خوند هم هغه کسان اخلي چې دوی ژوند زده کړی وي. موږ کلونه کلونه د جګړو قرباني شوي یو، د ژوند په اړه له ډېرو رازونو بې خبره یو. موږ ژوند کوو، خو د ژوند کولو په چل نه پوهېږو. ډېری خلک له خپل ژوند، هیلو، موخو، دندې، مېرمنې، اولاد یا په لسګونو نورو ستونزو شکایت کوي؛ دوی داسې فکر کوي چې دا ټولې ستونزې نورو د دوی په ژوند کې پیدا کړې دي. څوک خبر دي، کېدای شي د ستونزو لامل موږ په خپله و؟ یو وخت مې یوه جمله لوستې وه، ښايي وروسته مې ډېره لوستې وي، خوډېر په زړه پورې پیغام یې درلود او هغه دا وه: «ځان وپېژنه چې خدای و پېژنې» دا خبره د کاڼي کرښه ده. هغوی چې ځان وپېژني، خدای هم پېژني. زه هغه وخت د دې جملې په مانا هومره نه پوهېدم، تر ډېره به پوښتنه هم راته پيدا شوه چې دا جمله څه مانا؟ خو خبره داسې نه وه، اوس پوه شوم چې د انسان په وجود کې څومره وړتیاوې دي چې پېژندلو ته اړتیا لري، انسان د خدای د بې مثاله قدرت یوه وړه نښه ده، په واړه وجود کې هومره رازونه پټ دي، چې هېڅ حد یې نه شی معلومولی. رښتیا هم چې د ځان پېژندل د خدای پېژندل دي.