د هېواد په جنوب کې د سیلابونو د راوتو له امله ۲۰ کسه وژل شوي او لس نور لادرکه دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي چې د کندهار په ګډون د هېواد په څو جنوبي ولایتونو کې سخت ورښتونه شوي دي. په راپور کې راځي چې د ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي دي او سلګونه کورونه یې وېجاړ کړي دي. د اوچا د معلوماتو له مخې د کندهار په ګډون په ځینو جنوبي ولایتونو کې د سیلابونو او کورونو د نړېدو له امله ۲۰ کسه وژل شوي او ۱۰ نور لادرکه دي. په دې کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د سرچینې په خبره د سیلابونو له امله تر ۲ زره پورې کورونه وران شوي. له دې ډلې یوازې ۶۰۰ یې په کندهار کې ویجاړ شوي دي. اوچا وايي لا هم زرګونه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او که داسې و نه شي نو ښايي د تلفاتو شمېر لوړ شي.



































