د راپورونو له مخې پرون طالبانو او امریکايي لوري پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې کړې دي او ددوی په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. سرچینو بي بي سي ته ویلي دي، ښايي په ننیو خبرو کې یو لړ هوکړې هم لاسلیک شي. د سرچینې په وینا خبرې به نن هم دوام وکړي، خو که طالبان او امریکا پر مطرح شوو اجنډاوو بشپړ توافق ته ورسېږي، نو ښايي نن مذاکرات پای ته ورسېږي او که داسې و نه شي نو د اونۍ تر پایه به دوام لري. د سرچینو په خبره دواړو لورو په دوه ورځنۍ دمه کې له خپلو مشرانو سره مشورې کړې دي، د هوکړې مسوده چمتو شوې ده او ښايي د روانو مذاکراتو په لړ کې لاسلیک شي. د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو پنځم پړاو د تېرې میاشتې په ۲۵مه پيل شوی دی او لا هم دوام لري.




































