د شپیګل مجلې د یوه تازه راپور له مخې افغانستان ته راغلي نیمايي آلماني عسکر وايي په دغه هېواد کې د دوی جګړې هېڅ مثبت بدلون نه دی راوستی. په راپور کې راځي، چې نیمايي عسکر په افغانستان کې خپله جګړه بې ګټې بولي او د خپل ماموریت له اغېزمنتیا ناراضه دي. د شپیګل د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د آلماني ځواکونو نظامي ماموریت ددغه هېواد تر ټولو اوږدمهاله، ګرانبیه او دروند ماموریت و. له ۲۰۰۱ لومړي کال راهیسې تر دې دمه ۹۰ زره آلماني سرتېرو په دوره یي توګه په افغانستان کې ماموریت ترسره کړی دی. د معلوماتو له مخې ۲۰۱۰ په افغانستان کې د آلماني ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال و. آلمان دمګړی ۱۳۰۰ سرتېري په افغانستان کې لري چې تر ډېره په مزار شریف ښار کې مېشت دي.




































