د واورې او باران اورېدو د هېواد په بیلا بیلو ولایتونو کې مالی زیانونه اړولي او د خلکو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی. خوست، لوګر، غزنی کې له مرکزونو سره د ولسوالیو لارې تړلي دي. له خوست او لوګر تازه راپورونه وايي، چې هلته له دیرشو زیات کورونه نړیدلي او لسګونه څاروي تلف شوي دي. غزني کې بیا د وړمې شپې راهیسې له مرکز سره د ولسوالیو لارې تړل شوي دي، غزني کې د واورې کم تر کمه ورښت شپیته سانتي متره او زیاته هغه بیا تریو نیم متر ده. د کابل او شمال لویه لار بیا سالنګ کې له وړمې شپې راهېسې بنده ده. په جنوبي سالنګ کې له لسو زیات برف کوچونه راغلي خو د سر او مال زیان نه لري. کندهار، فرا، هلمند او یو شمیر نورو ولایتونو کې بیا سیلابونه راوتي، لسګونه کورونه یې نړولي، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې لاندې کړې ده. د کندهار ولایت چارواکو ویلي، په سیلابونو کې دوولس تنه و ژل شوي ، اتلس نور ټپیان او یو زرو دوه سوه تنه نور د امنیتي ځواکونو له لوري ژغورل شوي دي.




































