د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه لار د درنو ورښتونو له امله د زابل او غزني په ځينو ولسوالیو کې تړل شوې وه، خو د امنیتي ځواکونو په مرسته او همکارۍ پرانیستل شوې ده. د سرچینې په خبره دمګړی پر دغه لار د موټرونو او مسافرو تګ راتګ پیل شوی دی. پولیسو موټر چلوونکو ته سپارښتنه کړې، چې د سفر پر مهال اړین وسایل له ځان سره ولري. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت الله رحیمي وايي، چې د سالنګونو لار هم د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده او پولیس هڅه کوي چې دغه لار هم تر نن ماسپښین پورې د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي.



































