په هلمند کې سیلاب ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د هلمند ولایت ځايي خبریالان او مدني فعالان وايي چې په دغه ولایت کې سختو ورښتونو نه یوازې ځانی بلکې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د هلمند مدني فعال اقا محمد قریشي وایي، په دغه ولایت کې د سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو کچه خورا لوړه ده او خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. دده په وینا د هلمند په ګرمسیر او ناوه ولسوالیو کې تر نورو سیمو خلک ډېر زیانمن شوي دي او که بشري مرستې و نه رسېږي نو ښایي یو ستر ناورین رامنځ ته شي. دده په خبره په یادو سیمو کې سلګونه کسان مرستو ته اړتیا لري، چې دا د محلي حکومت تر وس پورته خبره ده او باید مرکزي حکومت لاس په کار شي. هلمندیان او د کندهار اوسېدونکي داسې مهال د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي، چې تر دې دمه حکومت له خلکو سره د بېړنیو مرستو په برخه کې هېڅ راز اقدام نه دی کړی. خلک له حکومت او خیریه موسسو غواړي چې ژر تر ژره دې د یوه ستر بشري ناورین مخه ونیسي.



































