ټاکل شوې چې د مزارشریف د نفتو او جوزجان د صندوقلي د استخراج لړۍ له یوې مودې ځنډ وروسته بیا پیل شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، چې د استخراج کار عملاً پیل شوی او د عملیاتو او استخراج لپاره ماشینونه سیمې ته لېږدول شوي او ډېر ژر به اکتشافي کارونه پيل شي.
د معلوماتو پر بنسټ، د مزارشریف د نفتو او جوزجان د صندوقلي پروژو د کار د پیل تړون په ۱۳۹۲ لمریز کال کې له نفتي شرکتونو سره لاسلیک شو، خو د تړونونو په عملي کېدو او نړیوالو بازارونو کې د ستونزو له امله یې کار یوڅه وځنډېد.
ویل کېږي چې غضنفر ګروپ له افغانستانه، ترکش پټرولیم له ترکیې او د راګن اویل شرکت له متحده عربي اماراتو، هغه شرکتونه دي چې د دغو پروژو کارونه مخته وړي.