د وروستیو ورښتونو له امله په فراه، کندهار، هلمند، زابل او هرات ولایتونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. تر ټولو سخت ورښتونه په کندهار کې وو چې ویل کېږي د ښار په ګډون یې شپږ ولسوالۍ سختې ځپلې دي او شل کسان پکې مړه شوي دي.
د بارانونو او سېلابونو له خبرونو سره سم د ملي اردو مرستندوی ځواکونه د خلکو مرستې ته رسېدلي دي. په ټولنیزو شبکو کې ډېر داسې تصویرونه خپاره شوي چې د ملي اردو سرتېري ښځې، ماشومان او سپین ږیري ژغوري او خوندي سیمو ته یې وړي. ویل کېږي لا هم په ډېرو سیمو کې ستونزې شته او بېړنیو مرستو ته اړتیا ده. پرون د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکې ادارې د بېړنیو مرستو لپاره د هوايي ځواک غوښتنه کړې وه. خلکو هم په ډېرو سیمو کې د خپلو هېوادوالو مرستې ته ور دانګلي دي. په ځینو سیمو کې ملي سوداګرو او خلکو سېلاب ځپلو ته د اوسېدو ځایونه، کمپلې او خواړه برابر کړي دي، خو په ځینو سیمو کې لا هم سېلاب ځپلو ته مرسته نه ده ورسېدلې.
د ملي اردو او خلکو له پراخې مرستې او مېړانې هرکلی شوی، خو حکومت پړ بلل شوی چې ملکي ادارو یې وړ مرسته نه ده کړې او سېلاب ځپلو ته یې پام نه دی کړی. که څه هم طبيعي پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزارت وایي، چې دوی هم له تېرې جمعې ورځې راهیسې په دغو ولایتونو کې د سېلاب ځپلو له وضعیته ځان خبر ساتلی او مرستې یې ورسره کړې دي، خو سیمه ییز چارواکي او سېلاب ځپلي وايي چې دولت هېڅ مرسته نه ده کړې او هغه مواد یې نه دي ورته برابر کړي چې دوی ورته اړتیا لري. د افغاني سرې میاشتې ټولنه بیا وايي، زیانمن کسان اوس د خوراکي توکو تر څنګ ژمنيو توکو، لکه؛ کمپلو او خېمو ته هم بېړنۍ اړتیا لري چې پکار ده مرستندوی بنسټونه، سوداګر او نور خلک په دې برخه کې همکاري وکړي.
د ملي یووالي حکومت له بده مرغه کله کوچنیو پېښو ته چټک او لوی غبرګون ښيي، خو کله کله بیا داسې لوی ناورینونه یو مخ هېر کړي. وروستیو ورښتونو او سېلابونو سخت زیانونه اړولي دي، د ځاني زیان تر څنګ زرګونه کورونه نړېدلي دي، خلک په ډېرو سیمو کې بند پاتې دي او له دې وروسته هم د ناورین د رامنځته کېدو شونتیا شته. دا حالت سخت او جدي و، پکار وه چې خپله ولسمشر او یا په لوړه کچه دولتي پلاوی له سېلاب ځپلو سره مرستې او د هغوی د ژغورنې پروګرامونه همغږي کړي وی او د ملي اردو تر څنګ نورو ادارو هم د سېلاب ځپلو مرستې ته ځان ورسولی وی. له بده مرغه داسې ونه شول او زموږ له طبیعې پېښو سره د مبارزې د دولت وزارت نه یوازې یو بې مانا او ناکام وزارت دی، بلکې په دې چاره کې یې ناغېړي هم د بښلو نه ده.
ولسمشر او حکومتي چارواکو ته پکار ده چې له ټاکنو، ټاکنیزو مسایلو او سیاسي کیسو را دې خوا سېلاب ځپلي هم وویني، پام دې ورته وکړي، مرسته دې ورته ورسوي او خپل مسوولیت دې ترسره کړي.




































