په کندهار کې د وروستیو سیلابونو له امله درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي دي. د کندهار والي حیات الله حیات له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د سیلابونو له امله تر ۲۵ پورې کسان وژل شوي، پنځوس کسه ټپیان دي، ۷۰۰۰ زره جرېبه زراعتي ځمکه، ۴۸۸۳ کورونه، جوماتونه، ښوونځي، څاګان او کاریزونه ویجاړ شوي دي. دده په وینا ولسمشر غني تېره ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې دوی ته سپارښتنه کړې چې له ولایتي امکاناتو په استفادې له خلکو سره همکاري وکړي. دده په وینا دوی د بېړنۍ مرستې رسونې پر چارو کار کوي او هڅه کوي اړمنو کسانو ته پر وخت او له خپلې وسې سره سم مرستې ورسوي. په کندهار کې د سختو ورښتونو له امله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي خو ددغه ولایت اوسېدونکي وایي تر دې دمه حکومت او یا هم خیریه موسسو هېڅ راز مرسته نه ده ورسره کړې. ولسمشر بیا په جنوبي کې د سیلابونو په اړه بېړنۍ ناسته کړې ده او ټولو اړوندو چارواکو ته یې لارښوونه کړې چې د مرستې رسونې په موخه ګډه سوق او اداره جوړه کړي او د اجرایه ریسس په لارښوونه دې له اړمنو سره مرسته وکړي. په فراه، هلمند او زابل کې هم سختو ورښتونو خلک زیانمن کړي دي.




































