ارګ وایي د سولې د مشورتي لویې جرګې نېټه به په را روانو ورځو کې اعلان شي. ټاکل شوې وه چې د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه د ولسمشر په امر د روانې کب میاشتې په وروستیو کې جوړه شي، خو اوس ددغه جرګې د ترسره کېدو نېټه ځنډول شوې ده. حکومت وايي چې د هوا د سړښت، ورښتونو او لارو د بندوالي له امله دغه جرګه ځنډول شوې، خو نوې نېټه به یې ډېر ژر اعلان شي. د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د جرګې د جوړولو لپاره تیار روان دی، د لویې جرګې د تشکیل کمیسیون او دارالانشا تر جوړېدو وروسته به د جرګې د جوړېدو نېټه هم اعلان شي. ولسمشر تر هغه وروسته د لویې جرګې جوړېدو ته غاړه کېښوده، چې په هېواد کې ګڼو سیاسي ګوندونو او مدني جریانونو د سولې په اړه د یوې ملي او ټولمنلې حللارې د رامنځ ته کېدو غوښتنه وکړه. دوی وویل، چې یوازې لویه جرګه دا کار کولی شي، نو له همدې امله ولسمشر د سولې لپاره د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو امر ورکړ.




































