ولسمشر غني وايي د ټاکنیزو کمیسیونونو نوي غړي باید تر هر څه مخکې د تېرو پارلماني ټاکنو سرنوشت معلوم کړي. نوموړي چې نن یې د ټاکنیزو کمیسیونونو د نوو غړو د لوړې په مراسمو کې خبرې کولې، وویل، ناسم مدیریت د تېرو پارلماني ټاکنو او ټاکنیزو کمیسیونونو باور ته زیان اړولی دی. دده په خبره نوي غړي باید قوانینو ته په پام د خلکو رایې ته درناوی وکړي او د تېرو ټاکنو د سرنوشت معلومولو تر څنګ دې د راتلونکو ټاکنو لپاره تیاری پيل کړي. د ولسمشر په خبره د ټاکنیزو کمیسیونونو نوي غړي باید د راتلونکو ولسمشریزو، ولسوالیو شوراګانو او لایتي شوراګانو ټاکنو ته اړین تدابیر ونیسي. ده د ټاکنیزو کمیسیونونو پر نوو غږ وکړ چې د تېرو ټاکنو پایلې دې نهايي کړي او په دې توګه دې خپله وړتیا ولس ته ثابته کړي. د ټاکنیزو کمیسیونونو نوو غړو نن په ارګ کې د لوړې مراسم تر سره کړل او په خپله لومړنۍ غونډه کې خپل اداري هیئت ټاکي.




































