د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وایي، له طالبانو سره د سولې په صورت کې به هم یو شمېر پوځیان په افغانستان کې حضور ولري. له طالبانو سره د سولې خبرو په لړ کې یاد لوړپوړي امریکایي چارواکي ویلي، دی پر طالبانو باور نه لري او که چېرته له طالبانو سره سوله کېږي هم باید یو شمېر سرتېري په افغانستان کې حضور ولري څو دا هېواد یو ځل بیا د وسله والو ترهګرو پر امن ځاله بدل نه شي. نوموړي له سي ان ان ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، له ترهګرۍ سره مبارزه د امریکا له لومړیتوبونو څخه ده او سپینه ماڼۍ به هیڅکله په پټو سترګو پر طالبانو باور ونه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له څو ورځو راپدېخوا په قطر کې له طالب پلاوي سره په خبرو بوخت دی. که څه هم تر اوسه ددې خبرو جزییات په رسمي ډول نه دي خپاره شوي خو ویل کېږي چې دواړه لوري د سولې په تړاو مهمو پرېکړو ته سره نږدې شوي دي.




































