د کډوالو او بېرته راستېدونکو چارو وزارت په خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د کډوالو نړۍوال سازمان «ای او اېم » له مشر «محمد عبدیکر» او مل پلاوي سره کتلي دي. د خبرپاڼې له مخې په ددې کتنه کې د اسیا لپاره د کډوالو نړۍوال سازمان سیمه یـیز مسوول «ایوري کاتو» او د افغانستان لپاره د یاد سازمان مشرې «میهیونګ پارک» هم حضور درلود، چې د افغان کډوالو پر ملاتړ او په راتلونکې کې پر لا ډېرو همکاریو خبرې کړې دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنهکې مولوي کبیر د «ای او اېم » له مشر څخه د کډوالو لپاره د دایمي سرپناوو په رغولو کې د نړۍوالو د مرستې غوښتنه کړې ده.



































