د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې د ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د غزني د والي ویاند عزت الله سعیدي ویلي، چې د دغه ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې د جاپان هېواد په مالي ملاتړ د ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت درېیو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د نوموړي په وینا، هر ښوونځی شپږ درسي او یوه اداري خونه لري، چې په یوه وخت کې ۶ سوه زده کوونکو ته د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شوی دی.



































