د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز او قره باغ ولسوالۍ کې د ۲ جلا ترافیکي پېښو له امله ۷ کسان ټپیان شوي دي. د مسوولینو په خبره لومړۍ پېښه پرون د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند په عبدالله ګل سیمه کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د دوو وړو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده. دغه د مرکز اړوند د ثقافت پر لاره د موټرسایکلونو د ټکر له امله د ۲ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.



































