د کندهار د کرنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو تفریحي پارک جوړېږي. د مسوولینو په خبره د لوړشاولیکوټ ولسوالي په منګالي فارم کې به د یو سوداګر په مالي لګښت او تخنیکي همکاري د یو معیاري او لوی تفریحي پارک جوړولو چاري پیل شي. د یاد پارک د جوړېدو لپاره به د منګالي فارم لسګونه جریبه ځمکه د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته، د کرنې ریاست په مشرۍ او د اړوندو ادارو د ګډ پلاوي په شتون کې اجارهکوونکو ته د لسو کلونو لپاره وسپارل شي.



































