د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې تېرکال د ۴۲ زره ۶۳۷ پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه شوې ده. د یاد ریاست مسوولینو د مور د شېدو د نړیوالې اونۍ د نمانځنې په مراسمو کې ویلي، په تېر کال کې ۷۴۰ زره ۱۸۱ کسانو روغتیایي مرکزونو ته ورغلي، چې له ډلې یې یاد ماشومان تر درملنې لاندې نیول شوي دي. نوموړي زیاته کړې، دا شمېر د تېر کال په پرتله ۵ زره ۷۵۶ موارد کم دی، چې لاملونه یې د عامې روغتیا هڅې، د کورنیو پوهاوی او د اړوندو بنسټونو همکاري ده. د روغتیا برخې مسوولینو د مور د شېدو کارول او د حفظ الصحې مراعتول د خوارځواکۍ د کمېدو مهم عوامل بللي او له علماوو، مشرانو او رسنیو یې د عامه پوهاوي غوښتنه کړې ده.



































