د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي د اغاخان بنسټ له پلاوي سره کتلي دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې چې د اغاخان پوهنتون او روغتونو رییس ډاکټر سلیمان شهاب الدین، د یاد بنسټ د روغتیا برخې رییس د افغانستان لپاره د یاد بنسټ مشر او یو شمیر نورو مسوولینو شتون درلود، د افغان روغتیايي کارکوونکو په ظرفیت لوړولو، د روغتیايي خدماتو او د سرطان برخې ناروغانو په هر اړخیز ملاتړ، د روغتیايي لګښتونو اړوند د مناسبو بیو په ټاکلو او د روغتیا برخه کې په دوامداره همکارۍ خبرې شوې دي.



































