د غزني ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۶۴ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د مسوولینو په خبره د اوبو رسولو دغه شبکه د ایکو موسسې په مالي ملاتړ د ۱.۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې چې پر مټ یې د سيمې ۶۴ کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. سرچینې ویلي، چې په دغه پروژه کې د ۲۰ متره مکعبه اوبو د ظرفیت په درلودلو د يوې ذخیرې جوړول او د ۲۱۵۰ متره په اوږدوالي د پایپ غځول هم شامل دي.



































