د هرات ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د ۷ میلیون ډالرو په لګښت د اوسپنې ویلې کولو یوې کارخونې فعالیت پیل کړی دی. د دغې کارخونې مسوولین وایي، چې دوی کارخونه په ورځ کې د ۱۵۰ ټنه سیخ تولیدولو ظرفیت لري. د کارخونې مسوولین وایي، موخه داده، چې هېواد ته د تازه راستنو شویو افغانانو لپاره یو څه کاري فرصتونه برابر شي. د یادونې ده چې دامهال په هرات کې د اوسپنې ویلې کولو ۴ کارخونې فعالیت لري.




































