کندهار کې بڼوال د ممیزو د سږنیو حاصلاتو د پلور لپاره د نړۍوال بازار غوښتنه کوي. بڼوال وایي، سږ کال یې حاصلات زيات دي خو بهر ته په کمه کچه صادراتو يې بيې ټيټي کړي دي. د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، تمه ده چې سږ کال له دغه ولایت څخه شاوخوا سل زره ټنه ممیز راټول شي. د چارواکو په وینا، د صادراتو لپاره چمتووالي روان دی او هڅه کېږي، چې دا حاصل بهرنیو بازارونو ته صادر شي. له دې سره هممهاله، د هېواد په کچه د ۸ میلیونه ډالرو په ارزښت یوه پرمختللې ممیز پروسس فابریکه څه موده وړاندې د کابل په استالف ولسوالۍ کې پرانیستل شوه، چې کولی شي په کلني ډول تر ۱۰ زره ټنه ممیز پروسس کړي.



































