د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې په دوو بېلا بېلو ترافیکي پېښو کې ۱۱ تنه ټپيان شوي دي. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي ویلي چې د یاد ولایت د قرغیو ولسوالۍ په مندروړ او شمنګړسیمو کې د دوو جلاجلا ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنه ټپیان شوي دي. هغه ویلي، چې د یادو پېښو ټپیان په وخت سره د مهترلام ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. د دغو پېښو لامل د موټرچلوونکي بې احتیاطي او ګړندی تګ ښودل شوی دی.



































