په هرات ولایت کې سږ کال د پالونیا ونو کرنه ډېره شوې ده. د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر بشیر احمد احمدي وايي، چې پالونیا د چټکې ودې، د اقلیمي شرایطو پر وړاندې د زغملو او د لرګیو په صنعت کې د پراخې استفادې له امله د کروندګرو او پانګه والو تر منځ ورځ تر بلې ډېر محبوبیت پیدا کوي. یو شمېر کروندګر او بڼوال باور لري، چې پالونیا ونه د عاید تر څنګ د شنو ساحو د پراختیا، د هوا د ککړتیا د کمېدو او د اکسیجن د تولید په برخه کې مهم رول لري. دوی زیاتوي، چې د دې ونې لرګي په کورني او نړیوال بازار کې ښه بیه لري او د کروندګرو لپاره د ثابت عاید سرچینې په توګه کارېدلی شي.



































