د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت، د اوبو تولیدي کارخونه جوړېږي. د یاد ریاست د مالوماتو له مخې دغه کارخونه د کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر حشمتالله شهیدي په پانګېاچونه جوړېږي چې پرون د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري ورته د فعالیت جواز هم سپارل شوی دی. د مسوولینو په خبره دا کارخونه په لومړیو کې د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په پانګونې جوړېږي چې په معیاري ډول تصفیه شوې معدني اوبه او غیرالکولي مشروبات به تولید کړي.




































