د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، چې دوی له امریکایي استازو سره د افغان جګړې پر پای ته رسولو ژور بحثونه پيل کړي دي خو تر دې دمه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي. دده په خبره بحثونه خورا ښه خو په احتیاط مخ ته روان دي. مجاهد وايي، دوی د افغانستان د مسئلې پر سر تر اوسه له امریکا سره هېڅ راز هوکړې ته نه دي رسيدلي، خو دا چې خبرې مهم پړاو ته رسېدلې دي نو هر ګام په پوره احتیاط اخیستل کېږي. هغه د هر ډول مسودې یا هوکړې تیارېدل هم رد کړي دي. تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې طالبانو او امریکا د خپلو خبرو په اوږدو کې د ځینو هوکړو مسودې هم چمتو کړې چې په دې بحثونو کې به لاسلیک شي. مجاهد وایي چې دمګړی خبرې یوازې، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د چا پر ضد د افغان خاورې پر نه استعمال روانې دي.




































