د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال محمد ذاهد احمدزي ويلي، هڅه کوي له پاکستان او ایران څخه تازه راستانه شویو کډوالو ته د مسلکي زدهکړو او کار زمینه برابره کړي. هغه نن په لوګر کې د حرفوي زدهکړو له مرکز څخه د ۱۲۶ کسانو فراغت غونډې ته ویلي، چې د کابل په ګډون ډېری ولایتونو کې زرګونه ځوانانو ته د مسلکي زدهکړو زمینه برابره شوې. احمدزي وویل، سرپرست حکومت هڅه کوي چې له پاکستان او ایران څخه تازه راستانه شویو افغانانو ته هم د مسلکي زدهکړو او کار زمینه برابره کړي. هغه له فارغو شویو زده کوونکو غوښتنه وکړه چې په خپل مسلک کې کار وکړي او دغه مسلک نورو ځوانانو ته هم ولېږدوي.



































