د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد ذاهدجان احمدزي پرون په لوګر کې د حرفهيي زدهکړو له مرکز څخه د ۱۲۶ کسانو فراغت غونډې ته ویلي، چې د کابل په ګډون ډېری ولایتونو کې زرګونه ځوانانو ته د مسلکي زدهکړو زمینه برابره شوې ده. نوموړي ویلي، چې سرپرست حکومت هڅه کوي چې له پاکستان او ایران څخه تازه راستانه شویو افغانانو ته هم د مسلکي زدهکړو او کار زمینه برابره کړي. احمدزي له فارغه شویو زده کوونکو غوښتنه وکړه چې په خپل مسلک کې کار وکړي او دغه مسلک نورو ځوانانو ته هم ولیږدوي.



































