د اوبو او انرژي وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخندازده او مل پلاوي ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې په انقره کې د هایدرو ډيزاین، بارسو، سوایش او بیتیک ترکي ودانیزو شرکتونو له مسولینو سره کتلي دي. د مالوماتو له مخې په دې کتنهکې په افغانستان کې د پانګونې او د اوبو پروژو د پلي کولو په برخه کې د هغوی د کاري تجربو شریکولو په اړه خبرې شوې دي. د هایدرو ډیزاین شرکت مسولینو او تخنیکي کارمندانو د خپلو کاري تجربو په تړاو د اوبو مرستیال او مل پلاوي ته اړین مالومات ورکړي او ویلي یې دي، چې د اوبو په تنظیم او ډیزاین برخه کې یې یو شمېر پروژې په افغانستان او اروپایي هېوادونو کې پلي کړې دي. یاد شرکت په افغانستان کې د کجکي بند تحلیلي او زمینداور کانال د ډیزاین سربېره ځينې نورې پروژې هم ډيزاین کړې دي.



































