د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د بهرنیو او کورنیو ډاکترانو د فعالیت د تنظیم په موخه د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د څارنې لړۍ پیل شوې ده. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې دغه څارنه د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رییس ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري ترسره کېږي، ترڅو د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او کورنیو ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، فعالیت، تحصیلي اسناد، جوازونه او د اقامت سندونه وڅېړي او د سرغړونو په صورت کې به قانوني اقدامات تر سره کوي.



































