د کندهار د کرنې ریاست مسوولین وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د انځرو حاصلات د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیات شوي دي. د مسوولینو په خبره سږ کال په دغه ولایت کې ۱۵ زره هکټاره د انځرو بڼونه شتون لري، چې شاوخوا ۱۳۵ زره ټنه حاصلات به ترې ترلاسه او بازار ته وړاندې شي. د یاد ولایت د کرنې ریاست مسوولین زیاتوي چې دکرنې د میکانیزه کولو او د بزګرانو د ځان بسیاینې لپاره به هڅې لا هم چټکې کړي.



































