په کونړ کې د بیړنیو پېښو پر مهال د مرستو تنظیموونکې ادراې مشر، غلام علي ثبات پرون ازادي راډیو ته ویلي: “د تېرې اونۍ سېلابونو او واورو د زیات ورښت له امله، بدبختانه خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي، چې تر اوسه موږ ۲۵۷ کورنۍ سروې کړې، یو تن شهید شوی، ۱۷ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او پاتې يې قسماً ویجاړ شوي دي.”ثبات ویلي، زیانمنو شویو کورنیو ته يې مرستې چمتو کړې او د وېش لړۍ یې هم پیل شوې ده.له زیانمنو کورنیو سره په دغو مرستو کې د سرې میاشتې له خوا اووه تختې کمپلې، یو ترپال، یو د پخلنځي د توکو سېټ او یو بیګ او د یونسف له خوا د ماشومانو لپاره ګرمې جامې شاملې دي.