د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ، پرون مازيګر یو لوړپوړی پلاوی د قرغیزستان په اقتصادي «فوروم» کې د ګډون په موخه ياد هېواد ته په سفر تللی دی. سرچینې ویلي، چې د ياد پلاوي دغه سفر د قرغیزستان جمهوریت په رسمي بلنه ترسره کېږي. ټاکل شوې ده چې افغان پلاوی د دوه اړخیزو لیدنو ترڅنګ؛ د دغه پروګرام په یوه ځانګړې ناستې (پنل) کې وینا هم وکړي. ياد «فوروم» د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو په تړاو د بېلابېلو هېوادونو د استازو ترمنځ د بحث او خبرو لپاره يو مناسب فرصت بلل کېږي.



































