د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د «لستور» لېسې لپاره د یو مرستندوی بنسټ له لوري د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړېږي. د دغه ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ښوونځي کارونه به د روان کال تر پایه بشپړ شي، چې له دې سره به د لسګونه زدهکوونکو د سرپنا ستونزه حل شي. د مسوولینو په خبره د ښوونځي دغه ودانۍ به ۱۲ درسي او ۲ اداري خونې، احاطه، سولر سیستم او نورې اسانتیاوې ولري.



































