د جوزجان ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د فیض آباد ولسوالۍ امنیې قوماندان سردار مبارز ویلي، چې دغه پېښه نن سهار د جوزجان – بلخ د لویې لارې په روستای ګرجک سیمه کې له باروړونکي موټر سره د پروبکس موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې دوه تنه مړه او ۳ نورټپیان شوي دي. د یادې پېښې لامل د موټرچلونکي بې احتیاطي او چټک تګ ښودل شوی دی.



































