د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) خبر ورکړی، چې د کوریا په مالي ملاتړ یې له زیانمنوونکو ټولنو د ملاتړ لپاره په بېړنیو حالاتو کې د کارموندنې د رامنځته کولو او حیاتي زیربناوو د بیارغونې پروژه پیل کړې ده. یاد سازمان پر خپله اېکس پاڼه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې دا پروژه به د ۲۰۲۵ کال له جولای څخه د ۲۰۲۶ کال تر جولای پورې په بدخشان، زابل، دایکندي، فاریاب، خوست او ننګرهار کې پلې شي. د ملګرو ملتونو په خبره، د دې پروژې بودیجه څه باندې ۱۰ میلیونه امریکايي ډالره ده چې له ۳۵۰ زرو ډېر کسان به تر پوښښ لاندې راولي. د مالوماتو له مخې د دې پروژې موخه د بېړنیو کاري بوختیاوو برابرول، د مهمو زیربناوو بیارغول، په سیمهییزه کچه د خوراکي خوندیتوب ښه کول، د ښځو پیاوړتیا او له راستنېدونکو ملاتړ دی.



































