د بلخ ولایت د مزارشریف ښار په لومړۍ ناحیه کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي. د مزارشریف ښاروال عبدالرحمن همت ویلي، چې د دغه ښار په لومړۍ ناحیه کې د پسته مزار څخه تر مارمل ګذر پورې د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د پسته مزار څخه تر مارمل ګذر پورې په اساسي ډول د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي. د نوموړي په وینا، دغه سړک ۱.۱۴ کیلو متره اوږدوالی او ۱۴ متره سور لري، چې د سړک په منځ کې د ګلدانیو او دواړو خواوو ته یې د ویالو جوړول هم شامل دي.



































