د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه د افغانانو د اېستلو بهیر په لړ کې ۱۱۲۸ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د مالوماتو له مخې؛ د اسلام کلا بندر له لارې ۷۲۰ کورنۍ او پاتې نورې د تورخم، سپین بولدک او د نیمرو د ورېښمو پله له لارې راستنې شوې دي. له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لپاره ټاکل شوی ضربالاجل د روان میلادي کال د مارچ په ۳۱مه پای ته ورسېد. اوس هره ورځ ډېر شمېر افغان کورنۍ په اجباري توګه له دغه هېواد اخراجېږي او خپل هېواد ته راستنېږي.



































