د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د زېرمه کولو د یو لوی بند د جوړېدو چارې پيل شوې. د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل ویلي چې دغه بند د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیايي بودجې څخه د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ په قندلانو سیمه کې جوړېږي. نوموړي زیاته کړه، چې یاد بند به په یو وخت کې د ۴ میلیونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا ولري او چارې به یې په اساسي توګه په نږدې راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.



































