یونیسف په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د خوړو نړیوال پروګرام سره یې په ګډه په افغانستان کې له خوارځواکۍ څخه د افغان ماشومانو د ژغورلو لپاره پروګرام پیل کړی دی. په راپور کې ویل شوي، چې موخه یې د زیانمنوونکو ماشومانو ژوند ژغورل، د مېندو د تغذیې ښه کول او محلي خوړو ته د لاسرسي ډېرول دي. یونیسف زیاته کړې، چې افغانستان په تېرو پنځو کالو کې د نړۍ له جدي تغذیوي بحرانونو سره مخ و. هر کال له پنځو کالو کم عمره څه باندې درې میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخېږي چې له ۱۰ سلنې ډېر یې شدید خوارځواکي وي. د مالوماتو له مخې دا پروګرام د ۲۰۲۵ کال له اګست څخه پړاو په پړاو پیلېږي او هغه سیمې چې د خوارځواکۍ او خوراکي ناامنۍ کچه یې لوړه ده، لومړیتوب ورکړل شي.



































