د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي، مارکوس پوتزیل دولسمشرۍ له نوماند حنیف اتمر سره کتلي دي. پوتزیل له اتمر سره د سولې پر روانو هڅو خبرې کړې دي او په خبره یې سولې ته هیله مندي ډېره شوې ده. دده په خبره طالبان باید بین الافغاني مذاکراتو ته تیاری وښيي او که داسې و نه شي نو د سولې روانې خبرې دې دوامداره شي او د افغانانو په ګټه پایلې ته دې ورسول شي. حنیف اتمر هم په دې لیدنه کې د سولې په برخه کې د جرمني له تخنیکي همکاریو او ملاتړ مننه کړې ده او په خبره یې په طالبانو کې هم د سولې لپاره مثبته روحیه رامنځ ته شوې ده. دده په خبره افغانان تر بل هر وخت سولې ته هیله من دي او ددې تمه ده، چې روانه جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږي.




































