باختر خبري اژانس خبر ورکړی، چې پرون د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۶۶، د کندهار سپين بولدک له لارې ۹۰، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۲۶ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۶۵۷ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. د خبر له مخې ۹۱۳ راستنو شويو ته سيمکارتونه وېشل شوي, ۴۴۸ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او دغه راز سلګونه نورو کورنيو ته مرستې هم وېشل شوې دي.



































