د پکتیکا ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په یوسف خېلو او خوشامند ولسوالیو کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸ کارېزونو د پاکولو او بیارغولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه پروژه د یونسکو په مالي ملاتړ ترسره کېږي. د پروژې په پلې کېدو سره به د کارېزونو په اوبو کې د پام وړ زیاتوالی راشي او هغه کارېزونه چې بند شوي او یا هم ویجاړ شوي، له سره به بیا ورغول شي. د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې ورته لسګونه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.



































