د ننګرهار ولايت ځایي چارواکي وایي، چې په جلال اباد ښار کې د ملک سلمان خيريه بنسټ له لوري پر هغو ۱۵۰۰ کورنيو، چې تازه له پاکستانه راستنې شوې، د خوراکي توکو کڅوړې وېشل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه مرستې د کډوالو وزارت په همکارۍ او د توحيد مؤسسې په تخنيکي ملاتړ ترسره شوې دي. د ياد بنسټ په خبره د ننګرهار لپاره ټولټال ۶۵۰۰ کڅوړې ځانګړې شوي، چې تر اوسه پر ۲۵۰۰ کورنيو وېشل شوي او پاتې به يې هم ژر ووېشل شي. سرچینې زیاته کړې چې دغه پروژه به د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې پر ۶۰ زره اړمنو او راستنو شويو کورنيو پلې شي.



































