د کندوز د کلیو ، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په تېرو ۴ کلونو کې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۳۷۸ پراختیايي او ټولګټې پروژې پلې شوې دي. د مسوولینو په خبره په یادو پروژو کې د اوبو رسولو د شبکو جوړول، د سړکونو جغلاندازي، د څاهګانو کیندل، د اوبو د بندونو جوړول، د پلچکونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي. سرچینې ویلي، چې د دغو پروژو ټول لګښت شاوخوا ۳۲۰ میلیونه افغانۍ او یو میلیون ډالر دي، چې یوه برخه یې د دې ریاست د انکشافي بودیجې او بله برخه یې د همکارو موسسو له لوري تمویل شوې ده.



































