د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاشدان بند پرانېستې مراسمو کې د وینا پرمهال ویلي، هغه کسان چې د هېواد ویجاړولو او نابودۍ لپاره هڅې کوي، دغه هیله به خپل ګور ته یوسي. نوموړي زیاته کړې، چې په هېواد کې د امنیت او اسلامي شریعت له پلې کولو وروسته، اقتصادي پروژې پليکول د حکومت لومړیتوب دی. نوموړي دغه راز ټينګار وکړ چې سرپرست حکومت د هېواد هوساینې او عدالت لپاره خپل مسوولیت ادا کوي او په خبره یې، خلک هم باید د حکومت ترڅنګ ودرېږي.



































