د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د زمري ۲۴مې د فتحې ورځې په مناسبت غونډه کې وویل، چې دا ورځ د ټولو افغانانو لپاره نه هېرېدونکې او د اسلامي امت لپاره د ویاړ ورځ ده. متقي ټینګار وکړ، چې د دې بریا ساتلو لپاره هڅې او ملاتړ اړین دي. هغه په خپلو خبرو کې وویل، هغه کسان، چې بهر کې دي او د بهرنیانو هیلو ته ناست دي؛ باید له خپلو وهمونو او خیالونو څخه راووځي او بېرته خپل کور او هېواد ته راستانه شي. متقي همداراز وویل چې هېڅ هېواد سره دښمني نهلري او د متوازن سیاست پربنسټ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.



































