د کورنیو چارو وزیر خليفه سراج الدین حقاني، کابل کې د زمري ۲۴مې په مناسبت غونډه کې وویل، چې دا ورځ د زرګونو شهیدانو د وینو په پایله او د اسلامي نظام د واکمنېدو ورځ ده. هغه وویل، چې ازادي د الله ستر نعمت دی او یوازې هغه کسان یې په قدر پوهېږي چې د هغې د ترلاسه کولو لپاره یې قربانۍ ورکړې او ستړیاوې یې ګاللې دي. نوموړي ټینګار کړی، چې ټول افغانان باید د خپلو سرونو په بیه د ازادۍ او نظام ساتنې ته ژمن پاتې شي.



































